د طالبانو د عدلیې وزارت اعلان وکړ چې د شمال زون د غصب شویو ځمکو د قضیو ځانګړي محکمې د بلخ ولایت د نهرشاهي ولسوالۍ کې د اسنادو له کتلو وروسته لس زره جریبه ځمکه امارتي اعلان کړه. دغه ځمکه د مومن آباد سیمه کې موقعیت لري.
د طالبانو د عدلیې وزارت زیاته کړه چې محکمې د اسنادو، د ملکیت دفترونو او اړوندو ادارو له معلوماتو وروسته خپل پریکړه کړې ده. د دغه پریکړې له مخې، اوسني لاس لرونکي باید ځمکه د غصب مخنیوي کمیسیون ته وسپاري.
له هغه وخته چې طالبانو بیا پر افغانستان واک ترلاسه کړ، د مختلفو ولایتونو کې سلګونه زره جریبه ځمکه امارتي اعلان شوې ده. د ځمکو خاوندان وایي چې معتبر اسناد لري، خو د طالبانو محاکم یې اسنادو ته پام نه کوي.
#طالبان #بلخ #ځمکه #د\_ملکیت\_حقوق #افغانستان
🌐