د دوستم بنیاد په ترکیه کې د ازبکي او ترکمني ژبو د رسمي کیدو په مناسبت یوه غونډه جوړه کړه. په دې غونډه کې ګډونوالو د طالبانو د ډلې پر ژبنیو سیاستونو سختې نیوکې وکړې او هغه یې د غیر پښتنو هویتونو د حذفولو هڅه وبلله .
ویناوالو ټینګار وکړ چې د جمهوریت له سقوط وروسته، ازبکي او ترکمني ژبې په ښوونځیو او دولتي ادارو کې څنډې ته شوي دي. دوی دغه کړنې د افغانستان د کلتوري تنوع خلاف او د میشتو قومونو د ژبنیو حقونو نقض وباله .
دغه مراسم د شته فشارونو پر وړاندې د افغانستان د ترک ژبو د کلتوري مقاومت نښه وبلل شوه. کلتوري فعالانو خبرداری ورکړ چې د طالبانو لخوا د دغه بهیر دوام به په افغانستان کې ملي یووالي او د قومونو همزیستۍ ته زیان ورسوي .