پنځه کاله مخکې، جنرال کریس ډوناهو د وروستي امریکایي سرتیري په توګه د وږي ۹مه د شپې نیمایي افغانستان پریښود او پدې توګه د امریکا د ۲۰ کلن پوځي حضور پای ته ورسید. دا جګړه امریکا ته دوه ټریلیونه ډالره لګښت وکړ.

د امریکایي ځواکونو وتل د دوحې موافقې وروسته رامنځته شول. امریکا پدې ۲۰ کلنه جګړه کې ۲۲۳۸ سرتیري له لاسه ورکړل او له ۲۱۰۰۰ زیات نور ټپیان شول. د افغان امنیتي ځواکونو او ملکیانو تلفات له یو لکه زیات شول.

طالبانو د دوحې موافقې وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه افغانستان ونیو. د تیرو پنځو کلونو راهیسې، د هیڅ هیواد لخوا یې حکومت نه دی پیژندل شوی او ښځې له زده کړې، کار او ټولنیز ژوند بندې دي.

#افغانستان #امریکا #د\_امریکا\_وتل #طالبان #شلو\_کلنه\_جګړه

🌐

Author