د امریکا د کانگرس لومړۍ افغان تبار غړې، عایشه وهاب، د واشنګټن او طالبانو تر منځ د رسمي اړیکو د جوړولو ملاتړ وکړ. دې خبرو د فعالانو، ښځو او د طالبانو د مخالفینو سخت غبرګون راپارولی.
افغان لیکواله حمیرا قادري د ایکس په شبکه کې ولیکل چې وهاب د امریکا له پولو هاخوا د بشري حقونو باور نلري. هغې وهاب ته وویل چې کاش به یوه ورځ افغانستان کې له خوبه پاڅیدې او بروقع اغوستل به دې مجبوري وای.
وهاب د دوشنبې ورځ د «دیموکراسي ناو» رسنۍ سره په مرکه کې د افغانستان وضعیت «ناهیلوونکی» وباله او خبرداری یې ورکړ چې د دې وضعیت دوام «فاجعه» وي، خو همدا وخت یې د طالبانو مخالفین سخت وغندل.
#عایشه\_وهاب #طالبان #بشري\_حقوق #افغانستان #امریکا\_کانگرس