د جمهوریت جبهه، چې د طالبانو یوه مسلحه مخالفه ډله ده، اعلان وکړ چې د دوشنبې پر ورځ یې خپلو ځواکونو د غور ولایت مرکز کې د طالبانو د امنیې فرماندهۍ مرکز ته برید کړی دی. دا جبهه ادعا کوي چې پدې بریدکې طالبانو ته جدي زیان رسیدلی دی.
له دې وړاندې، سرچینو افغانستان انټرنیشنل ته وویل چې د فیروزکوه ښار کې د طالبانو د امنیې د فرماندهۍ مرکز لاسي بمب سره هدف شوی و. سرچینو وویل چې پدې بریدکې انساني تلفات نه وو، خو د فرماندهۍ ودانۍ ته یې زیان ورساوه.
د افغانستان د جمهوریت جبهه د طاهر زهیر تر مشرۍ لاندې یوه نوې جوړه شوې مسلحه ډله ده چې د بامیان پخوانی والي دی. دا ډله زیاتره د افغانستان د مرکزي سیمو کې فعاله ده او په تیرو اونیو کې یې د طالبانو ځواکونو باندې د ډیرو بریدونو مسؤلیت اخیستی دی.
#د\_جمهوریت\_جبهه #غور #طالبان #افغانستان