«د افغانستان متحده جبهه» اعلان وکړ چې د تیرې میاشتې په جریان کې یې خپلو ځواکونو د ۱۴ ولایتونو کې د طالبانو پر وړاندې ۴۳ بریدونه کړي دي. د جبهې ویاند هلال کاکر دا شمیرې یوه ویډیویي پیغام کې اعلان کړې.

د کاکر په وینا، پدې بریدونو کې ۷۴ طالبان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي. تر ټولو مهم برید د کندهار د طالبانو پر ۲۰۵مه قول اردو او تر ټولو لوی برید د هلمند د نوزاد ولسوالۍ کې پر یوه پوځي مرکز و.

دا جبهه چې د پخواني اردو د قوماندان سمیع سادات تر مشرۍ لاندې ده او اوس مهال امریکا کې دی، د کابل، بلخ، بدخشان او ننګرهار پشمول د ډیرو ولایتونو کې د بریدونو مسؤلیت اخیستی دی. طالبانو تر اوسه پورې د دې بریدونو پر اړه هیڅ موقف نه دی نیولی.

#متحده\_جبهه #افغانستان #طالبان #مقاومت #سمیع\_سادات

🌐

Author