د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو د ډونالډ ټرمپ د حکومت پر هغې طرحې سختې نیوکې کړي چې غواړي افغان کډوال د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته ولېږدوي. دوی دا ګام وحشتناک او شرمونکی بللی او ویلي یې دي چې د امریکا له پخوانیو همکارانو سره غیر انساني چلند کېږي.
دغو استازو ټینګار کړی چې دغو کډوالو ته په داسې یوه هېواد کې د ځای ورکولو پرېکړه چې پخپله له سخت انساني ناورین سره مخ دی، یو ظالمانه خیانت دی. د راپورونو له مخې، د امریکا حکومت په پام کې لري چې د سلګونو ماشومانو په ګډون څه باندې زر افغان کډوال له قطر څخه کانګو ته ولېږدوي.
دا کډوال د افغانستان تر سیاسي بدلونونو وروسته امریکا ته د تلو په تمه په قطر کې په کمپونو کې ژوند کوي. واک ته د ټرمپ په بیا رسېدو سره د امریکا د پخوانیو همکارانو د لېږد بهیر درېدلی او راتلونکی یې له ناڅرګندتیا سره مخ دی.
#افغانستان #کډوالي #امریکا
🌐