د افغان ایوک بنسټ کانګو هېواد ته د افغان کډوالو د لېږدولو د احتمالي پلان په اړه کلک خبرداری ورکړی دی. دا بنسټ ټینګار کوي چې دا اقدام مناسبه حل لاره نه ده او کولای شي افغانستان ته د دوی د اجباري ستنېدو لامل شي.
اوسمهال د ماشومانو په ګډون سلګونه افغان کډوال په قطر کې په لنډمهاله کمپونو کې په بشپړ بې برخلیک حالت کې ژوند کوي. دا کسان چې تر دې وړاندې د امریکايي ځواکونو همکاران وو اوس د خپل ناڅرګند راتلونکي په اړه سخت اندېښمن دي.
د کانګو دیموکراتیک جمهوریت پخپله له سختو امنیتي او بشري بحرانونو سره مخ دی او د کډوالو د منلو ظرفیت نه لري. د بشري حقونو فعالانو د امریکا له کانګرس څخه غوښتي چې د دې خطرناک او غیر انساني پلان د پلي کېدو مخه ونیسي.
#افغان\_کډوال #افغانستان #امریکا
🌐