د افغان پوست مشر رحمت الله مکي او د ايران د پوست مشر محمد احمدي د پوستي همکارۍ او برېښنايي سوداګرۍ د پراختيا په اړه وکتل. طالبان ويلي چې ډېر ژر به د افغان پوست يوه پلاوی ايران ته ولاړ شي.

په دې کتنه کې د افغانستان او ايران تر منځ د ترانزيتي لېږدونو اسانتیا او د سوداګريزو مبادلاتو پراختيا وڅېړل شوه. طالبان هڅه کوي چې له پاکستان سره خپله سوداګريزه تړاو کمه کړي او د ايران او چابهار بندر له لارې بدیلې لارې رامنځته کړي.

د افغانستان او ايران سوداګري په ځينو وختونو کې له پاکستان سره له سوداګرۍ څخه مخکې شوه. د ايران ملي پوست شرکت ويلي چې له ګاونډيو هېوادونو سره برېښنايي سوداګري ستراتيژيک هدف دی.

#د\_افغانستان\_سوداګري #له\_ايران\_سره\_همکاري #برېښنايي\_سوداګري 🌍

Author