متحدې جبهې اعلان وکړ چې ځواکونو يې په کابل او سرپل کې د طالبانو پر ضد دوه هدفمند بريدونه کړي دي. په کابل عملیات کې د طالبانو د امر بالمعروف يو غړی او په سرپل کې د طالبانو يو غړی په څلورمه قطعه کې وژل شوی دی.

متحدې جبهې ويلي چې په کابل کې وژل شوی کس قاری آغاگل نومېږي چې د کابل اوسېدونکو په ځورونه کې رول درلود. دويم بريد د تېرې شپې شاوخوا ۶ بجې د سرپل ولایت د کوهستانات ولسوالۍ په لاره کې ترسره شوی دی.

متحدې جبهې مخکې اعلان کړی و چې په تېره مياشت کې يې په ۱۴ ولایتونو کې لږ تر لږه ۴۳ عملیات کړي او ۷۴ طالب جنګيالي يې وژلي دي. دا جبهه د سمیع سادات په مشرۍ د اګست له لومړۍ نيټې راهيسې خپل پوځي عملیات پيل کړي دي.

#د\_افغانستان\_امنیت #مقاومت #متحده\_جبهه 🌍

Author