د طالبانو د امنیتي او تصفیوي چارو کمیسیون وویل چې د دفاع وزیر یعقوب مجاهد په مشرۍ غونډه ترسره شوه او د افغانستان امنیتي وضعیت یې اطمینان بخښونکی وباله.
په دې غونډه کې ولایتي راپورونه واوریدل شول او د امنیتي او ملکي ادارو ترمنځ همغږۍ ته ټینګار وشو.
د طالبانو له ادعا سره سره مخالفو ډلو په وروستیو میاشتو کې په څو ولایتونو کې بریدونه پراخ کړي دي.
#امنیت #طالبان #غونډه