د افغانستان د پخواني پارلمان غړي او طالبانو ته نږدې سیاسي څېرې، جعفر مهدوي، په کابل کې په یوه غونډه کې د نجونو د زده کړو پر اړتیا او د هېواد په پرمختګ کې د ښځو پر ونډې ټینګار وکړ. هغه وویل چې د ښځو له حضور پرته به افغانستان پایدار پرمختګ ته ونه رسیږي.

د ښاغلي مهدوي مطبوعاتي دفتر د دوشنبې په ورځ، د لړم په څلورمه، په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې نوموړي په کابل کې د یوه ښوونیز مرکز د فارغانو په غونډه کې وینا کړې ده. مهدوي په دې مراسمو کې نجونې د هېواد نیمایي بشري ظرفیت وباله او ویې ویل چې ریښتینې خپلواکي او پرمختګ هغه وخت ممکن دی چې ښځې او نارینه د هېواد د پرمختګ په بهیر کې فعال رول ولري.

جعفر مهدوي د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې واک ته د طالبانو له بیا راتګ وروسته، له دې ډلې سره د تعامل یو ملاتړی سیاسي شخصیت شو. هغه په وار وار له طالبانو سره د خبرو اترو له تګلارې دفاع کړې او پر دې ډلې د بندیزونو او فشارونو له لګولو سره یې مخالفت کړی دی.

مهدوي په دې باور دی چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو په څېر مسایل باید د بهرني فشار له لارې نه، بلکې د طالبانو له مشرانو سره د خبرو له لارې حل شي. هغه همدارنګه له هېواده بهر په سیاسي غونډو کې افغانستان ته د سیاسي مخالفینو د بېرته راستنېدو لپاره د زمینې پر برابرولو ټینګار کړی دی.

د هغه دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د طالبانو حکومت واک ته له راستنېدو وروسته د میلیونونو نجونو او ښځو پر مخ د منځنیو ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې او د هغوی پر کار او ټولنیزو فعالیتونو یې پراخ محدودیتونه لګولي دي.

طالبان په تېره پېړۍ کې پر افغانستان یوازینۍ واکمنه ډله ده چې په پراخه کچه یې د نجونو پر رسمي زده کړو بندیز لګولی دی. دا پالیسي په بل هیڅ اسلامي هېواد کې سابقه نه لري. حتی د سعودي عربستان په څېر محافظه کار هېوادونو په وروستیو کلونو کې په ټولنه کې د ښځو د ونډې د زیاتوالي لپاره پراخ اصلاحات پلي کړي دي. د بېلګې په توګه، د سعودي عربستان د کار په بازار کې د ښځو د ونډې کچه په ۲۰۱۷ کال کې له شاوخوا ۱۸ سلنې څخه په ۲۰۲۴ کال کې نږدې ۳۶ سلنې ته لوړه شوې ده.

سرچینه: د جعفر مهدوي مطبوعاتي دفتر

🌐

Author