د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) راپور ورکړ چې په جولای کې د طالبانو مداخله د مرستو د وېش تر ټولو عام محدودیت و.

اوچا ویلي چې طالبانو په تړونونو لاسلیکولو، د مرستو اخیستونکو په ټاکنه او د پروګرامونو په تطبیق کې مداخله کړې او په ځینو مواردو کې یې د کارکوونکو لیست غوښتلی دی.

دا محدودیتونه د ۱۸ پروګرامونو لنډمهاله ځنډ او د دوو تاسیساتو تړل کېدل سبب شوي دي.

#بشري\_مرستې #اوچا #د\_طالبانو\_مداخله 🌍

Author