په آلمان کې یو ۲۰ کلن افغان سړی د هامبورګ په څنډه کې د قطار په یوه سټیشن کې د وسلو له امله د پولیسو له خوا له ځمکې او هوا څخه ګرفتار شو. د دې سړي سره یوه پلاستیکي کلاشنیکوف وه چې د ماشوم لپاره یې اخیستې وه.

دا پیښه پنجشنبه ۱۲ سنبله په ایتسه هو سټیشن کې رامنځته شوه. پولیسو د هلیکوپټر په مرسته عملیات ترسره کړل او د سټیشن ساحه یې تړلې وه.

وروسته معلومه شوه چې وسله اسباب بازی ده. سړی لنډمهاله ونیول شو او وسله یې ضبط شوه. په دې پیښه کې هیڅوک نه دي ټپي شوي.

#افغان\_مهاجر #آلمان #پولیس 🌍

Author