ذبیح الله مجاهد د طالبانو ویاند وویل چې په افغانستان کې ۶۸۰ زره ۵۸۳ یتیمان، بیوې او معلولین ثبت شوي دي. له دې ډلې څخه ۴۰۳ زره یتیمان، ۱۰۱ زره بیوې او ۱۷۵ زره معلولین دي.
مجاهد وویل چې د طالبانو د شهدا او معلولینو وزارت په ۱۴۴۷ لمریز کال کې ۱۲.۶ ملیارد افغانۍ په نقدي مرسته ویشلې دي. هغه د ۱۲ زره ۵۱۰ رواني ناروغانو د راټولولو خبر هم ورکړ.
دا معلومه نه ده چې دا مرستې د پخوانیو امنیتي ځواکونو کورنیو ته هم رسیږي که نه. ملګري ملتونه د پخوانیو سرتېرو د وژنې دوام خبرداری ورکړی.
#یتیمان #بیوې #طالبان 🌍