د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې ډېر ژر به د جګړې د پای ته رسولو لپاره له ایران سره د هوکړې په اړه خپله وروستۍ پرېکړه وکړي. په ورته وخت کې ایراني چارواکي وایي چې لا تر اوسه کوم وروستی تفاهم نه دی شوی.

ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په سیمه کې به سمندري کلابندي ډېر ژر لیرې شي او بېړۍ به وکولای شي خپل عادي تګ راتګ بیا پیل کړي. هغه ټینګار وکړ چې ایران باید ومني چې هېڅکله به اټومي وسلو ته ونه رسېږي.

د امریکا ولسمشر همدارنګه د هرمز تنګي د سمدستي پرانیستلو او په دې لاره کې د سمندري ماینونو د پاکولو غوښتنه کړې ده. هغه زیاته کړه چې د ایران په تاسیساتو کې اټومي مواد باید د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې په همکارۍ له منځه یوړل شي.

#امریکا #ایران #ټرمپ #منځنی\_ختیځ

🌐

Author