د طالبانو سره تړلي رسنیو راپور ورکړ چې په فاریاب ولایت کې دوه تنه د طالبانو پر وړاندې د وسله والې ډلې غړیتوب په تور ونیول شول. په طالبانو خپاره شوي ویډیوګانو کې دوی اعتراف کړی چې د ټولنیزو رسنیو له لارې جذب شوي دي.
دا کسان ظاهرا د ۲۲ اسد په ورځ د افغانستان د آزادۍ غورځنګ په نوم اعلان کړی و. د دوی د نیولو خبر د اعلان له شاوخوا درې اونیو وروسته خپور شو.
په تېرو پنځو کلونو کې څو وسله والې جبهې د طالبانو پر وړاندې اعلان شوې دي خو طالبان د دوی بریدونه رد کوي.
#فاریاب #آزادي\_جبهه #طالبان 🌍