د افغانستان متحد جبهه اعلان وکړ چې د دې جبهې ځواکونو په بدخشان ولایت کې د کشم ولسوالۍ په یوه طالباني پوستکي برید کړی. دې جبهې په ایکس کې خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې برید تېره ورځ شوی او طالباني ځواکونه ټپي شوي دي.
متحد جبهه ادعا کړې چې ټپي شوي طالباني ځواکونه پوستکی پرېښود. خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په وروستیو ورځو کې د طالبانو پر وړاندې د وسله والو جبهو دویم برید دی چې مسؤلیت یې اخیستل شوی.
#متحد\_جبهه #بدخشان #طالبان 🌍