ذبیح الله مجاهد وویل چې له بشري مرستو څخه یوه روپۍ هم د طالبانو ادارې ته نه ده رسېدلې.
هغه وویل چې نړیوال سازمانونه پخپله دا مرستې مدیریت او ویشي او طالبان په کې لاسوهنه نه لري.
دا څرګندونې په داسې حال کې راځي چې ځینې سازمانونه طالبان د مرستو په ویش کې د لاسوهنې تورنوي او د امریکا مرستې هم کمې شوې دي.
#بشري\_مرستې #طالبان #ذبیح\_الله\_مجاهد 🌍