د عبدالقدیر پهلوان
زاده کورنۍ ته نږدې سرچینې وايي چې طالبانو له درې ورځو وروسته هم د هرات په پسته نمبر یوه سیمه کې د هغه د وژنې په اړه ځواب نه دی ورکړی.
د عبدالقدیر کورنۍ له طالب پولیسو غوښتي چې د هغه د وژنې په اړه پلټنه وکړي. د هغه جسد یکشنبې سهار د هرات په پشت جوی نو سیمه کې خاورو ته سپارل شوی دی.
راپورونه ښيي چې عبدالقدیر د سپټمبر په ۴مه د نبی
زاده د تیلو ټانک ته نږدې په ډزو وژل شوی دی.
#د\_انسان\_حقونه #هرات #امنیت 🌍