په نیپال کې امدادګرانو یوه زړه ښځه له خپل کور د کنډوالو لاندې ۱۰ ورځې وروسته ژوندۍ وباسله، په داسې حال کې چې کورنۍ یې فکر کاوه په وژونکو سېلابونو کې مړه شوې ده.
چندیکا کوماري شرستا د نیپال په بتراواتي سیمه کې له خټو او کنډوالو لاندې وژغورل شوه. امدادګرانو د هغې د مرستې غوښتنې له اوریدو وروسته وموندله.
نیپالي چارواکي وايي چې سېلابونو له ۱۳۰۰ څخه ډیر کسان وژلي او نږدې پنځه زره نور لادرکه دي.
#ژغورنه #سېلاب #نیپال 🌍