د طالبانو د امنیت قوماندانۍ په زابل کې د شهر صفا ولسوالۍ کې د عبدالحکیم په نوم د یو ځوان سړي جسد موندل کیدو خبر ورکړ. دا سړی شاوخوا درې اونۍ مخکې ورک شوی و.
عبدالحکیم اصلي اوسیدونکی قندهار و او په زابل کې دواخانه درلوده. طالبانو په دې اړه درې مشکوک کسان نیولي دي.
د طالبانو چارواکو د دې ځوان د وژنې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
#امنیت #زابل #وژنه 🌍