د ایران د یزد والي محمد رضا بابایی له ایراني سوداګرو وغوښتل چې په افغانستان کې خپل حضور زیات کړي.
هغه د افغانستان بازار د ایراني صادراتو د زیاتوالي لپاره یو مهم ظرفیت وباله او د اقتصادي اړیکو د پراختیا او دوه اړخیزو پانګونو پر جذب ټینګار وکړ.
دا غوښتنه په داسې حال کې راپورته شوې چې ایران د امریکا تر بندیزونو لاندې دی. #ایران #افغانستان #اقتصادي\_اړیکې 🌍