په ملګرو ملتونو کې د فرانسې دايمي استازي خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې داعش خراسان د دغې ډلې یو له تر ټولو فعالو برخو بدل شوی دی.

ژروم بونافون د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې تروریستي ډلې اوس د پېچلیو بریدونو او سرتېرو موندلو لپاره له نویو ټیکنالوژیو ګټه اخلي.

هغه د افغان پولې هاخوا د دغې ډلې د عملیاتي وړتیاوو په اړه اندېښنه وښوده او د نړیوال اقدام غوښتنه یې وکړه.

🌐 #داعش #افغانستان #ملګري_ملتونه #امنیت

Author