په کاناډا کې د مدني ټولنې او بشري حقونو فعالانو په څو ښارونو کې د سرې غاړګۍ په نوم لاریونونه کړي دي. د دې حرکت موخه له افغان ښځو او نجونو سره پیوستون او د هغوی د زده کړې او ازادۍ د حقونو ملاتړ دی.

په بېلابېلو کاناډايي ښارونو کې برخه اخیستونکو سرې غاړګۍ اغوستې وې او په ورته وخت کې یې غونډې جوړې کړې وې. هغوی د افغان نجونو د زده کړې د حق په ملاتړ یو ګډ پیغام وړاندې کړ او د نړیوالې پاملرنې غوښتنه یې وکړه.

د افغانستان د زده کړې حق سازمان مسوولین وايي چې له زده کړو څخه د میلیونونو افغان نجونو محرومول یو جدي بشري بحران دی. دا لاریون ښيي چې افغان ښځې په نړیواله کچه نه دي هېرې شوې او ملاتړ یې دوام لري.

#افغان\_ښځی #کاناډا #زده\_کړه

🌐

Author