له بدخشان څخه ځايي سرچینې وايي چې د طالبانو د نوي والي په کار پیلولو سره د پخوانیو پوځیانو د نیولو نوې څپې زور اخیستی دی.
سرچینې وايي لسګونه کسان له مخالفینو سره د همکارۍ په تور نیول شوي او په ارګو ولسوالۍ کې کور په کور پلټنې دوام لري.<br><br>دې کار پخواني پوځیان له وېرې پټېدو ته اړ کړي دي. طالبانو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
🌐 #بدخشان #پخواني_پوځیان #حقوق_بشر #طالبان