په کنړ او روزګان ولایتونو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله درې کسان مړه شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
په اسمار ولسوالۍ کې د سرچه او نظامي موټر د ټکر له امله دوه کسان مړه شول. بل خوا په روزګان کې هم د موټر د اوښتو له امله یو تن ساه ورکړه.
مسوولینو د پېښې لامل د چلوونکو بې احتیاطي بللې ده. ټپیان د درملنې لپاره حوزه يي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
🌐 #کنړ #روزګان #ترافیکي_پېښې #خبرونه #پېښې