د طالبانو تر واک لاندې مرکزي بانک وویل چې شپږ سوه او شپیته میلیونه زړې او خرابې شوې افغانۍ يې سوځولي دي. دا بانکنوټونه د هیواد له بیلابیلو زونونو راټول شوي وو.

د دې اقدام موخه د پولي نظام سالم مدیریت او په معاملو کې اسانتیاوې رامنځته کول دي. مسوولینو له ښاروندانو وغوښتل چې پر پيسو له لیکلو ډډه وکړي.

مرکزي بانک په پرله پسې توګه زړې پيسې له بازاره ټولوي. دا بهیر د ملي پیسو د ارزښت د ساتلو لپاره دوام لري.
#مرکزي_بانک #افغانۍ #اقتصاد #افغانستان

Author