د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی په یوه مرکه کې ومنله چې د طالبانو ادارې د ودانیزو لاسته راوړنو سره سره ونه توانېده چې د افغان ولس عمومي تمې پوره کړي. هغه اقتصادي ستونزې او نړیوال انزوا د دې لامل وبلل.

بلخی د نجونو د زده کړو د محدودیتونو په اړه وویل چې حکومتونه خپل قوانین د ملي ګټو پر بنسټ تنظیموي او د نجونو زده کړې په بشپړه توګه نه دي بندې شوې، بلکې د دیني مدرسو له لارې دوام لري. هغه د دوحې پر ژمنو هم ټینګار وکړ.

د طالبانو دې چارواکي د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د رسمي اړیکو او د افغانستان د مرکزي بانک د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو غوښتنه وکړه.
🌐 #افغانستان #حکومت_طالبان #سیاست #خبر

Author