امریکايي اداکاره سلما بلیر، له لاس انجلس څخه نیویارک ته د ډیلټا هوايي شرکت په الوتنه کې له فزیکي شخړې وروسته ونیول شوه. په دې پېښه کې چې د یکشنبې په ماښام رامنځ ته شوه، د الوتکې دوه خدمه ټپیان شوي او اغلې بلیر په محکمه کې ځان بې ګناه بللی دی.
د نیویارک په جان اف کینیډي هوايي ډګر کې چارواکو اعلان وکړ چې پولیس په الوتکه کې د یوه سرغړونکي مسافر د شتون په اړه د راپورونو له ترلاسه کولو وروسته اقدام وکړ. اغلې بلیر د الوتکې له کېناستو وروسته د پولیسو لخوا ونیول شوه او د روغتیايي وضعیت د ارزونې لپاره روغتون ته ولیږدول شوه.
د سلما بلیر استازي د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې دا اداکاره له یوه "بیړني طبي وضعیت" سره مخ شوې وه چې د ادعا شوي چلند لامل شو. هغه زیاته کړه چې اغلې بلیر سمدستي طبي پاملرنه ترلاسه کړې او روغتیايي وضعیت یې ښه دی. خو د دې طبي وضعیت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
د راپورونو له مخې، په دې شخړه کې د الوتکې دوه خدمه ټپیان شوي، چې یو یې د نورو معایناتو لپاره روغتون ته وړل شوی دی. د سي این این لخوا ترلاسه شوي د کنټرول برج یو غږیز فایل ښیي چې په پیل کې د الوتکې د دوو غړو د درملنې لپاره د طبي مرستې غوښتنه شوې وه.
په دې غږیز فایل کې د پوزې وینې کیدو او د چیچلو نښو په څیر کوچنیو ټپونو ته اشاره شوې، خو دا نه ده مشخصه شوې چې دا ټپونه د کومو کسانو دي. همدارنګه په دې فایل کې یادونه شوې چې مسافر ممکن خپل سر د الوتکې په داخلي دیوال وهلی وي. د امریکا فدرالي پولیسو (FBI) د دې پېښې په اړه تحقیقات پیل کړي دي.
سلما بلیر چې د "Legally Blonde" او "Hellboy" په څیر فلمونو کې د اداکارۍ له امله پیژندل کیږي، د برید له تورونو سره مخ ده. دې پېښې په امریکايي رسنیو کې پراخ غبرګونونه لرلي دي.
سرچینه: سي این این
🌐