افغان توکمه لیکوالې فروغ کریمي د خپل ناول “په سترګو کې مې ورېځې ګرځوم” لپاره د ۲۰۲۶ کال د “هالند کتاب پلورونکو” معتبره جایزه ګټلې ده. دا اثر د کتاب پلورونکو د یوه هیئت لخوا د کال غوره کتاب په توګه ټاکل شوی دی .
داورانو دغه ناول یو “عاجل، زړه بوږنوونکی او سنجول شوی” اثر بللی چې کډوالو ته یې غږ ورکړی دی. د کتاب کیسه د ویدا په نوم د یوې رواني ډاکټرې په اړه ده چې په ځوانۍ کې له کابل څخه هالند ته کډواله شوې ده .
دا جایزه چې پنځه زره یورو نغدي ډالۍ هم لري، هر کال یوه اصیل هالندي اثر ته ورکول کیږي. فروغ کریمي چې په کابل کې زیږیدلې، په ۱۹۹۶ کال کې د کورنیو جګړو له امله له افغانستان څخه وتلو ته اړ شوې وه .

فرهنگ #ادبیات #کتاب #فروغکریمي #هالند #افغانستان #ادبيجایزې #ناول #لیکواله