د افغانستان ازادۍ جبهې اعلان وکړ چې ځواکونو یې په کابل کې د طالبانو پر یوه پوستې د برید په ترڅ کې دوه طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

دا پیښه د چهارشنبې په شپه په سرای شمالي سیمه کې شوې او وروسته د چاودنې غږ اوریدل شوی دی. طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه رسمي تبصره نه ده کړې.

ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې د طالبانو وسله والو مخالفینو په دې وروستیو کې لسګونه بریدونه کړي دي. خو طالبان په هیواد کې د خپلو مخالفو وسله والو شتون ردوي.
#افغانستان

Author