دوه څلوښت هیوادونو او اروپايي ټولنې په ملګرو ملتونو کې په یوې گډې اعلامیه کې له طالبانو وغوښتل چې د ښځو او نجونو پر وړاندې سیستماتیک تبعیض او سخت محدودیتونه پای ته ورسوي.

د فرانسې لخوا چمتو شوې دا اعلامیه د طالبانو تګلارې جنسیتي تبعیض وبلله او له افغان ښځو سره یې بشپړ پیوستون اعلان کړ. استازو له نړیوالې ټولنې د عملي ګامونو غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې پخوانیو چارواکو اوسنی حالت جنسیتي آپارتاید وباله. طالبان ادعا کوي چې د اسلامي شریعت له مخې یې د ښځو حقوق خوندي کړي دي.
#افغانستان #حقوق_بشر #بانوان

Author