د وینزویلا سرپرستې ولسمشرې ډلسي روډریګز اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د ویجاړونکو زلزلو له امله تر اوسه لږ تر لږه ۳۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. همدارنګه په دې طبیعي پېښه کې تر ۷۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.

د امریکا د جیولوژۍ ادارې د دغو زلزلو ځواک ۷.۲ او ۷.۵ درجې ښودلی دی چې د پلازمېنې کاراکاس په لویدیځ کې رامنځته شوې دي. د زلزلې له امله ګڼ شمېر ودانۍ نړېدلې دي او د مرګ ژوبلې د زیاتېدو اټکل کیږي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دې سویلي امریکایي هېواد ته د مرستې وړاندیز کړی او د تلفاتو پر زیاتېدو یې اندېښنه ښودلې ده. دا طبیعي ناورین په داسې حال کې رامنځته کیږي چې د امریکا پوځ د روان کال په پیل کې د نیکولاس مادورو حکومت ړنګ کړ.

🌐 #نړۍ #امریکا #زلزله

Author