په داسې حال کې چې د افغانستان ډېری وګړي له سختې فقر او لوږې سره مخ دي، په کابل او نورو ښارونو کې د لوکسو کورونو بازارونه او ګرانبیه مراسم دوام لري.<br><br>راپورونه ښيي چې په پلازمېنه کې د سلګونو زرو ډالرو په ارزښت کورونه پلورل کېږي، په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو د میلیونونو ماشومانو او ښځو د خوارځواکۍ خبرداری ورکړی دی.<br><br>ګڼې افغاني کورنۍ د فقر له امله د مرګونو مهاجرتونو لارې غوره کوي او ځینې یې خپل ماشومان هم پلوري. دا په هېواد کې د اقتصادي نابرابرۍ ژوره کچه په ډاګه کوي. #فقر #اقتصاد #بشري_حقونه #افغانستان

Author