یو افغان په برتانیا کې د دوو تنکیو نجونو د جنسي ځورونې او تېري په تور په ۱۴ کاله بند محکوم شو. نوموړي لومړی قربانیان د الکولو څښلو ته هڅولي وو.<br><br>محکمې دغه ۲۹ کلن سړی په تورونو مجرم وباله او څرګنده یې کړه چې تورن د قربانیانو له بې هوشۍ څخه ناوړه ګټه پورته کړې ده. د قاضي په وينا، هغه د خپلو موخو لپاره له زور څخه کار اخیستی و.<br><br>د تورن مدافع وکیل ویلي وو چې نوموړي په افغانستان کې له برتانوي پوځ سره کار کړی دی. قاضي وویل چې د هغه د اخراج مسله به د بند له پای ته رسېدو وروسته وڅېړل شي. #بریتانیا #محکمه #مهاجرین #جرم

Author