په بدخشان کې سیمه ییزې سرچینې وایی چې د طالبانو حکومت د مخالفینو د بریدونو له زیاتیدو وروسته د فیض آباد پر سر د پهپادونو گزمه زیاته کړې ده. دغو ټیټو پروازونو د کورنیو سختې اندیښنې راپارولې دي.\n\nراپورونه وایی چې د فیض آباد هوایی ډګر ته نږدې د استخباراتی معلوماتو راټولو لپاره د پهپادونو نوی مرکز جوړ شوی دی. طالبانو تر اوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دی ویلي.\n\nدا په داسې حال کې ده چې مخکې هم په بدخشان کې د نښتو او د امنیتي وضعیت د ترینګلتیا راپورونه ورکړل شوي وو.\n#بدخشان #پهپاد #امنیت

Author