په اسلام آباد کې د تحریک انصاف او جماعت اسلامی د لاریونونو له بلنې وروسته سخت امنیتي تدابیر نیول شوي او پلازمینې ته په غځیدلو لارو کې تر سلو زیات کانټینرونه ځای پر ځای شوي دي.\n\nد پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوی خبرداری ورکړی چې هیچا ته د غیرقانونی لاریون اجازه نه شته او له سرغړونکو سره به قاطع قانونی چلند وشي.\n\nیاد ګوندونه د پخواني لومړی وزیر عمران خان د خوشې کیدو او د تیلو د بیو د لوړیدو په غندلو سره لاریونونه کوي.\n#پاکستان #اسلام_آباد #لاریون

Author