د طالبانو د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د بغلان ولایت په ځینو ولسوالیو کې د ۶۷ روغتیایی مرکزونو د څارنې په ترڅ کې یې شاوخوا ۲۹ دواخانې او معاینه خانې د سرغړونو له امله تړلې دي.\n\nدغه وزارت زیاته کړه چې په یادو مرکزونو کې د روغتیایی قوانینو نه مراعات کیدل لامل شو چې اقدام وشي او د ناوخته شویو درملو مخنیوی وشي.\n\nد افغانستان په روغتیایی سکتور کې ورته نظارتونه په داسې حال کې کیږي چې دا هیواد له روغتیایی ننګونو سره مخ دی.\n#بغلان #روغتیا #طالبان

Author