د بلجیم د کډوالۍ وزیرې، آنلین ون بوسویت، د ۶۰ افغان پناه غوښتونکو د شړلو غوښتنه کړې چې د قتل او جنسي تېري په څېر د درنو جرمونو له امله د دغه هېواد په زندانونو کې بندیان دي. هغې ټینګار وکړ چې دا کسان باید د خپلې محکومیت دورې له پای ته رسېدو وروسته د بلجیم په کوڅو کې پرې نه ښودل شي.

آغلې بوسویت دا څرګندونې د جمعې په ورځ، د میزان په ۱۰مه، د بلجیم په پارلمان کې په یوې عمومي غونډه کې وکړې. هغې وویل: "اوس مهال شاوخوا ۶۰ افغان سړي چې غیرقانوني اقامت لري، د شړلو په شرایطو برابر دي. هغوی اوسمهال د بلجیم په زندانونو کې خپله سزا تېروي."

د کډوالۍ وزیرې زیاته کړه: "زه نه غواړم چې دا کسان د خپلې سزا له پای ته رسېدو وروسته د بلجیم په کوڅو کې پرېښودل شي او ښایي بیا د خلکو د کړاو او ځورونې لامل شي؛ ځکه چې دا ډول وضعیت غیر انساني دی." هغې د دغو کسانو جرمونه "وژونکي او تېري کوونکي" وبلل.

دا بحث په داسې حال کې رامنځته شو چې د بلجیم پر حکومت د غزې د ۱۳ زده کوونکو لپاره د استثنا نه ورکولو له امله نیوکې زیاتې شوې وې. ځینو استازو له حکومت څخه غوښتي وو چې دغو زده کوونکو ته، چې د بلجیم په پوهنتونونو کې یې پذیرش اخیستی، په سیاسي نمایندګۍ کې له فزیکي حضور پرته ویزې صادر کړي.

خو آغلې بوسویت په ځواب کې وویل که بلجیم استثنا قایل شي، نو لومړیتوب باید هغو افغان نجونو ته ورکړل شي چې د طالبانو د حکومت له خوا د زده کړې له حقه بې برخې شوې دي. هغې استدلال وکړ چې بلجیم له دې وړاندې هم له غزې سره ډېرې مرستې کړې دي.

هغې زیاته کړه چې د غزې زده کوونکو ته استثنا ورکول په داسې حال کې چې افغان نجونو او "د سینیګال ۱۰۰ همجنسبازانو ته چې حتی قونسلګرۍ ته له تګ څخه وېرېږي" منفي ځواب ورکول کېږي، یو ډول "امپراتورمآبي" ده.

سرچینه: د بلجیم پارلمان

🌐

Author