د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې د دغه هیواد شپږ سرتېري په خیبر پښتونخوا ایالت کې د وسله والو سره په نښته کې وژل شوي دي. امنیتي ځواکونو په دې نښته کې اته تنه برید کونکي هم وژلي دي.

دا نښته هغه وخت پیل شوه چې وسله والو په هنګو ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان ډزې وکړې. په وژل شویو کسانو کې دوه د پوځ افسران هم شامل وو.

په همدې حال کې پوځ په بلوچستان کې د پنځو وسله والو د وژلو خبر ورکړ. په پاکستان کې په دې وروستیو میاشتو کې وسله وال تاوتریخوالی زیات شوی دی.
#پاکستان #خیبرپختونخوا #پوځ

Author