په بغلان ولایت کې د طالبانو ځايي چارواکو اعلان کړی چې په شمالي سالنګ کې د یوه ۵۸۰ ډوله موټر او یوه ټانکر د ټکر له امله لږ تر لږه پنځه تنه مړه او شل نور ټپیان شوي دي. دا د دې پېښې په اړه دویم راپور دی چې د تلفاتو شمېرې یې یو څه توپیر لري.
د بغلان د ترافیکو عمومي مدیر نذیرالله عابدي ویلي، چې دا پېښه نن سهار شاوخوا ۲:۰۰ بجې (جمعه، ۸ عقرب) د شمالي سالنګ په دروازه کې رامنځته شوې ده. هغه زیاته کړه چې د پېښې مړي او ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
د دې مرګونې پېښې د کره لامل په اړه څېړنې پیل شوې دي. د سالنګ لویه لار چې شمالي ولایتونه له کابل سره نښلوي، د غرنۍ ساحې او درنو موټرو د تګ راتګ له امله تل د مرګونو ترافیکي پېښو شاهده وي.
په ټول افغانستان کې ترافیکي پېښې هر کال د سلګونو کسانو ژوند اخلي او زرګونه نور ټپیان او معلول پریږدي. کارپوهان د دې پېښو اصلي لاملونه د سړکونو خرابوالی، ګړندی تګ، د چلوونکو بې احتیاطي او د ترافیکي قوانینو نه مراعتول ګڼي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په دې وروستیو کې په یوه فرمان کې اړوندو ادارو ته امر کړی چې د ترافیکي پېښو عاملین ونیسي او د شریعت له مخې ورته سزا ورکړي.
خو داسې ښکاري چې دغه فرمان د پېښو په کمولو کې ډېر اغېز نه دی کړی، ځکه نږدې هره ورځ د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د دا ډول مرګونو پېښو راپورونه خپرېږي.
سرچینه: اطلاعات روز
🌐