د طالبانو د دفاع وزارت د اسلام آباد هغه ادعا رد کړه چې ګواکي اته بې پیلوټه الوتکې راونغورځول شوې دي. د دغه وزارت ویاند وویل هېڅ الوتکه نه ده توغول شوې.دغه چارواکي زیاته کړه چې اداره لا د غچ اخیستو په اړه پریکړه نه ده کړې. د وروستیو هوايي بریدونو وروسته ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي.ملګرو ملتونو مخکې په سرحدي بریدونو کې د ملکي تلفاتو په اړه اندیښنه ښودلې وه. د کړکیچ د مدیریت هڅې روانې دي.#طالبان #پاکستان #امنیت

Author