د خبریالانو د ساتنې کمیټې د طالبانو د واک د پنځمې کلیزې پر مناسبت وغوښتل چې دا ډله د رسنیو سرکوبي، په ځانګړي توګه د ښځینه خبریالانو، بنده کړي. کمیټې وویل چې د طالبانو محدودیتونو د خلکو لپاره خپلواکو معلوماتو ته لاسرسی کم کړی او د دوی تر کنټرول لاندې د تبلیغاتي سیستم د پراختیا زمینه برابره کړې ده.
د افغانستان لپاره د دې کمیټې استازي وویل چې طالبانو د تیرو پنځو کلونو راهیسې افغانستان د خبریالانو لپاره د نړۍ له سختو هیوادونو یو ګرځولی دی. خبریالان تر نظر لاندې نیول کیږي، بندیانیږي، وهل کیږي، سانسور کیږي یا مجبوریږي هیواد پریږدي.
کمیټې خبرداری ورکړ چې د افغانستان د خپلواکو رسنیو له منځه تلل سلګونو خبریالانو هیواد پریښودو ته اړ کړي دي. ډیری یې اوس ګاونډیو هیوادونو کې د نیولو، شړلو او افغانستان ته د زوره بیرته ستنیدو له خطر سره مخ دي.
#د\_مطبوعاتو\_آزادي #طالبان #خبریالي #بشري\_حقوق #افغانستان
🌐