په پنجشیر ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې د طالبانو استخباراتو په دغه ولایت کې دوه بومی پولیس نیولي دي. دا کسان داکتر فیض او مطیع الله نومېږي چې د پخواني حکومت پخواني نظامیان وو او د پنجشیر په امنیه قوماندانۍ کې یې کار کاوه. د دغو کسانو د نیولو لامل تر اوسه نه دی روښانه شوی خو سرچینې زیاتوي چې په دغه ولایت کې امنیتي تدابیر سخت شوي او خپلسري نیونې زیاتې شوې دي. په پنجشیر کې د مخالفینو د نفوذ د وېرې له امله د طالبانو پوځي حضور ډېر دی. #پنجشیر #طالب_حکومت #بشري_حقونه

Author