د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې اعلان وکړ چې په تېر یو کال کې په هېواد کې د اوبو څاه ګانو ته د لوېدو ۲۴ پېښې ثبت شوې دي. د دې ادارې ویاند وویل چې په دغو پېښو کې ۱۵ کسان مړه شوي او ۹ نور ژغورل شوي دي. په وژل شویو کې ۱۱ ماشومان او څلور نارینه شامل دي. یادې ادارې د ورته پېښو د څارنې لپاره یوه ځانګړې ژغورونکې ډله جوړه کړې ده. د ماشومانو نه پاملرنه او د څاه ګانو سرونه پرانیستي پاتې کېدل د دغو پېښو اصلي لاملونه بلل شوي دي. #پېښې #افغانستان #خوندیتوب

Author