په کندهار ولایت کې د عینو مینه په ښارګوټي کې د ۵۵ ملیون ډالرو په پانګونې سره د دوو لویو شخصي پروژو کار پیل شو. پدې پروژو کې د درملو یوه کارخونه او یو ۲۷ منزله استوګنیز او سوداګریز برج شامل دي. سالم فارما کارخانه د ۳۰ ملیون ډالرو او شاهانه ټاور د ۲۵ ملیون ډالرو په پانګونې سره جوړېږي. د کندهار صنعتکارانو له طالبانو وغوښتل چې د پایښت لرونکي برښنا او اسانتیاوو په برخه کې مرسته وکړي. #کندهار #اقتصاد #پانګونه

Author