په افغانستان کې د هند پخوانی سفیر جیانت پراساد وايي چې په اوسنیو شرایطو کې د یو ټولګډون حکومت جوړول ستونزمن دي ځکه طالبان په دې لاره کې د حرکت کولو هېڅ انګېزه نه لري. هغه دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې وکړې.پراساد په افغانستان کې د ښځو وضعیت د جنسیتي آپارتاید بېلګه وبلله او له دې هېواد څخه سیمه ییزو ترهګرو ډلو ته د وسلو د لېږد په اړه یې اندیښنه وښوده. هغه زیاته کړه چې نړیواله ټولنه په لنډ مهال کې محدودو وسیلو ته لاسرسی لري.د هند پخواني سفیر ټینګار وکړ چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ څو اړخیزه پروسه کولی شي د راتلونکي لپاره لاره پرانیستې وساتي.#هند #طالبان #ټولګډون_حکومت #ملګري_ملتونه

Author