خبرې سرچینې وايي چې د طالبانو د حکومت د لوړپوړو چارواکو یوه هیئت بدخشان ته تللی ترڅو قیوم ملنګ قانع کړي چې خپله وسله واله جګړه ودروي. خو قیوم ملنګ ټینګار کړی چې ستونزه په خبرو نه هوارېږي.په دې هیئت کې د طالبانو د اقتصاد وزیر او د لوی درستیز په څیر لوړپوړي چارواکي شامل دي چې په یفتل ولسوالۍ کې د غونډو په ترڅ کې هڅه کوي شته بحران کنټرول کړي. ملنګ د یفتل وضعیت تر سخت فشار لاندې وباله.قیوم ملنګ د پوځ پخوانی قوماندان او د سپاهي میهن جبهې مشر دی چې مخکې یې په لنډمهاله توګه د یفتل کنترول ترلاسه کړی و.#بدخشان #قیوم_ملنګ #طالبان #افغانستان

Author