د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په پاکستان په کراچۍ بندر کې د افغانستان په اصل د مخدره توکو کشف ادعا بې بنسټه وبلله. دغه وزارت وویل چې دغو توکو ته نسبت سیاسی انگیزه لري.په اسلام آباد کې د امریکا سفارت مخکې د ۲۱ میلیون ډالرو په ارزښت د ۴۶۳ کیلو ګرامه شیشې د کشف خبر ورکړی و. خو د طالبانو چارواکو د مصنوعي مخدره توکو تولید رد کړی دی.طالبانو ټینګار وکړ چې د کوکنارو له بندیز وروسته قاچاق د ډیورند کرښې په بله غاړه کې زیات شوی دی. دوی د مسألې د روڼتیا غوښتنه وکړه.#افغانستان #حقوق_بشر #مخدره_توکي 🌐

Author